په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ د دوشنبې په ورځ د لړم د میاشتې په ۱۴مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره د کتنې خبر ورکړ.
په دې ناسته کې چې شریف بلخابي هم حضور درلود، راغلو مشرانو او مخورو په هېواد کې بشپړ امن او حاکم نظام د جهاد ثمره یاده کړه او وې ویل، د امنیت په ټېنګښت سره د ولسونو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.
د اهل تشیع دغو قومي مخورو له حکومت سره پر همکارۍ ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، په غزني او په ځانګړي ډول په جاغوري ولسوالۍ کې خلک له سیمه ییزو ادارو سره په تماس کې دي او همکاري ورسره کوي.
د جاغوري ولسوالۍ مخورو وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د ګڼو ښوونځيو ترڅنګ د ديني مدرسو لپاره د فعاليت ښه زمينه برابره شوې ده.
دوی د خپلو وړاندېزونو د شریکولو پر مهال وویل، د جاغوري یو شمېر جوماتونه دې رسمي شي او د حج او اوقافو وزارت دې ورته ځینې اسانتیاوې برابرې کړي.
مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت خلکو ته د خدمت په موخه وړ کسان په سیمه یيزو ادارو کې ګومارلي دي.
هغه زیاته کړه چې خپل وړاندېزونه دې د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت ته په لیکلې بڼه وسپاري او د حل لپاره به یې هڅې وشي.
د پیغام پای/
Your Comment